شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / د امريکا او ايران خپلمنځۍ سيالۍ کې د افغانستان غوراوى

د امريکا او ايران خپلمنځۍ سيالۍ کې د افغانستان غوراوى

پخواني افغان پاچا عبدالرحمان خان په خپل کتاب تاج التواريخ کې اندېښنه څرگنده کړې چې د افغانستان په څېر کوچنى ځواک د پياوړو سيمه ييزو هېوادونو او زبرځواکونو ترمنځ د ده په وينا “د پسه په څېر دى او ورته د زيان اوښتلو شونتيا ډېره ده”.

د افغانستان د امنيت او سوکالۍ په تړاو دغه راز اندېښنې تل شته، خو په ځينو حالاتو کې بيا ډېر زيات زور اخلي.

دغه راز اندېښنو هغه مهال يو ځل بيا زور واخيست چې ولسمشر ټرمپ وويل “ايران د طالبانو ملاتړ کوي.”

له دې مخکې د امریکا دفاع وزارت هم کانګرس ته له طالبانو او حقاني شبکې سره د روسیې، پاکستان او ایران پر ملاتړ اندېښنه ښوولې وه.

خو د ښاغلي ټرمپ د څرگندونو اغېز ځکه ډېر و چې پر افغان حکومت يې د ايران د لاسوهنو په تړاو د چوپتيا تور ولگاوه.

دې وينا افغان حکومت اړ کړ چې له وسله والو طالبانو سره د ايران د ملاتړ ادعاوو ارزونې لپاره يو پلاوى وټاکي.

که څه هم دا به ښايي نا انصافي وي چې وويل شي گواکې افغان چارواکي تل طالبانو سره د ايران د ملاتړ احتمال په تړاو باالکل غلى پاتې شوي، چې ايران دغه تورونه تل رد کړي دي.

افغان حکومت او طالبانو سره د ايران ملاتړ

افغان حکومت کله نا کله له خپل لوېديز گاونډي دا گيله کړې چې گواکې له وسله والو مخالفينو سره يې مرسته کوي او يا هغوى سره له نژدې اړيکي پالي.

تېرې اکتوبر میاشتې لومړیو کې د افغانستان د وسلوال پوځ لوی درستیز جنرال شریف یفتلي له بي بي سي سره خبرو کې ویلي وو، داسې اسناد لري چې د افغانستان په لویدیځ کې ایران له طالبانو سره د پوځي امکاناتو مرسته کوي.

جنرال شریف یفتلي وویل له طالبانو سره د ایران د ملاتړ په هکله اسناد هم لري، چې دغه اسناد یې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره شریک کړي دي.

تېر کال د افغانستان په مرکزي ولایت بامیانو کې د طالبانو د وسلو او چاودېدونکو توکو یوه زېرمه د دولتي ځواکونو لاسته ولوېده چې وروسته حکومتي چارواکو وویل، په ایران کې جوړ شوي دي.

خو دا پوښتنې بيا نه دي ځواب شوي چې افغان چارواکو دا موضوع څومره جدي نيولې او د مخنيوي د هلو ځلو پايلې يې څه وې؟

د افغان حکومت غوراوي

افغانستان کې د چارو ځينې څارونکي په دې باور دي چې ولسمشر ټرمپ اوس پر هر هغه هېواد د فشار اچولو هڅه لري چې افغانستان کې د دوى په وينا له اورپکو سره مرستې کوي او افغان حکومت ته هم نور بله لار نه پاتې کېږي او اړ به وي چې له دغو هېوادونو سره حساب کتاب ته مخه کړي.

خو پوښتنه دا ده که د ايران پر وړاندې شته ادعاوې ثابتېږي نو آيا افغان حکومت په دې دريځ کې دى چې په دې برخه کې د امريکا د دريځ غوڅ ملاتړ وکړي؟

د افغانستان د چارو څارونکى ودير ساپى وايي افغانستان ښايي ونه توانېږي چې د ايران پر وړاندې هغسې ودرېږي لکه د پاکستان پر ضد چې ودرېد.ښاغلى ساپى په دې باور دى چې افغانستان بايد “د ډيپلوماتيکو چينلونو له لارې ايران ته خپل شکايتونه وړاندې کړي او ايراني چارواکي وپوهوي چې افغانستان د دوى له لاسوهنو خبردى، خو نه غواړي له امريکا سره په گډه يې پر وړاندې گام پورته کړي.”له ايران سره د ډيپلوماتيکو چينلونو له لارې د چلند سپارښتنه ځکه کېږي چې د ډېرو افغانانو په اند، طالبانو سره د ايران د ملاتړ کچه هومره نه ده لکه د “د پاکستان”، نو له دې امله ډيپلوماتيک دريځ غوره دى.

د امريکا، ايران مخالفتونه او افغانستان

په افغانستان کې دا اندېښنه شته چې دغه هېواد د امريکا او ايران د سياليو په ډگر بدل نشي او دا پوښتنه تل را دبره کېږي چې افغانستان په دې برخه کې انډول څنگه وساتي؟

ودير ساپى په دې باور دى چې د ايران او امريکا ترمنځ د ترينگلتيا ډېرېدا په حالت کې، افغانستان او ان د دغه هېواد په حکومتي جوړښتونو کې د دوو گاونډيو هېوادونو نفوذ ته په پام سره افغان حکومت ښايي د انډول ساتلو په برخه کې له ستونزو سره مخ شي.

نوموړي وړانديز کوي رواندې له دې چې حالات له کابو ووځي، په کار ده چې افغان حکومت له پارلمان او يا د جرگې له لارې په دې برخه کې ځانته رڼه تگلاره وټاکي، چې افغانستان د دغو سيمه ييزو سياليو ښکار نشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: