چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / د امريکا او روس له تړونه به شام کې د ډېرو خلکو ژوند بچ شي

د امريکا او روس له تړونه به شام کې د ډېرو خلکو ژوند بچ شي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي د اسيا پېسفک سر مشريزې غونډې په مهال يې د روس ولسمشر سره شوي تړون له امله به په شام کې د ډېرو خلکو ژوند خوندي شي.

د وېت نام پلازمينې هنوئي سره نزدې د سېلګرۍ ځای ډانانګ کې د اسيا پېسفک اقتصادي همکارۍ (ای پي اي سي) غونډې په پای کې ائيرفورس ون الوتکه کې د سفر پر مهال نوموړي خبريالانو ته وويل، چې زر به دغه تړون وشي. هغه وويل د دغه تړون سره به د ډېرو خلکو ژوند وژغورل شي.

له دې وړاندې کرېملن ويلي و ټرمپ او  پيوټين د ای پي اي سي سرمشريزي غونډې پر مهال يو سياسي تړون باندې موافقه کړې چې شام ورته اړتيا لري او دواړه هېوادونه به د داعش په ضد جګړه کې خپلې هڅې دوامداره ساتي.

ټرمپ ويلي غونډه کې يې څو ځله هغه سره خبرې شوي، مونږ محسوسه کړه چې د يو بل په اړه مو فکر مثبت دی، که څه هم مونږ يو بل ډېر نه پېژنو خو زمونږ ترمنځ ښې اړيکې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: