دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / د امریکا دفاع وزیر له پاکستان سره په ترهګريزو ځالو خبرې کوي

د امریکا دفاع وزیر له پاکستان سره په ترهګريزو ځالو خبرې کوي

 دخبرونو له مخې ټاکل شوې دوه جګپوړي امریکايي چارواکي د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ پر نوې ستراتیژۍ او په پاکستان کې د طالبانو د پټنځایونو په اړه له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره نن /دوشنبه/ اسلام اباد ته لاړ شي.

د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس او د پوځ لوی درستیز جنرال جوزیف دنفورډ به د پاکستان له پوځي او ملکي چارواکو سره د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا پر نوې ستراتیژۍ او د امریکا او پاکستان پر اړیکو خبرې وکړي.

پاکستاني رسنۍ وايي، سر له اوسه ښکاره ده چې هر امریکايي پوځي پلاوی له پاکستانه غواړي چې د ډانلډ ټرمپ د نوې ستراتیژۍ په برخه کې نور اقدامات وکړي او ښايي له پاکستانه وغواړي چې په خپله خاوره کې د طالبانو او حقاني شبکې د حضور خلاف تازه اقدامات وکړي.

پاکستان تر دې وړاندې د امریکا د غوښتنو په وړاندې مقاومت ښودلی او ویلي یې دي چې په خاوره کې یې د طالبانو پناهځایونه نشته.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پر اساس د امریکا حکومت پاکستان ته د ۲۰ داسې تروریستي ډلو لیست سپارلی چې د پاکستان له خاورې په افغانستان او کشمیر کې تروریستي بریدونه کوي.

په دې لیست کې د حقاني شبکه، حرکت المجاهدین، جېش محمد، جندالله، لشکر طیبه، لشکر جنګوي، او د پاکستاني طالبانو تحریک شامل دي.

نژدې ۲ اوونۍ وړاندې د امریکا کانګریس یوه لایحه تصویب کړه چې پر اساس یې پاکستان باید د حقاني شبکې د له منځه وړلو لپاره له افغان او امریکايي پوځیانو سره کار وکړي خو له دې لایحې څخه د لشکرطیبه نوم ایستل شوی دی.

 وروسته له دې چې امریکايي چارواکو وویل، پاکستان باید په خپله خاوره کې د طالبانو پناه ځایونه له منځه یوسي، پاکستان د امریکا له نوې ستراتیژۍ سره مخالفت ښکاره کړ خو اوس داسې ښکاري چې دا هیواد هڅه کوي له امریکا سره اړیکې بېرته ښې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: