پنجشنبه , اکتوبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: ترهګرې ډلې د پاکستان په خاوره کې امن ځایونه لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: ترهګرې ډلې د پاکستان په خاوره کې امن ځایونه لري

ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن نن له پاکستاني چاروکو سره د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د امن ځایونو په اړه خبرې وکړي.

نوموړی تیره ورځ په کابل کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل، چې هغه د سه شنبې په ورځ پاکستان ته ځي او هلته به له پاکستاني چارواکو سره د واشنګټن د غوښتنو په اړه خبرې وکړي.

د ښاغلي ټیلرسن په وینا، واشنګټن خپلې غوښتنې له پاکستان سره شریکې کړي دي چې پکې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې جدي اقدامات شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یوځل بیا ټینګار وکړ چې واشنګټن به له اسلام اباد سره خپل اړیکې د شرایطو پر اساس پرمخ وړي او په دې اړه د پاکستان اقدامات به یوه مهم رول ولري، هغه اقدامات چې نه یواځې د افغان د سولې له بهیر سره مرسته کوي بلکې د پاکستان د راتلونکو ثبات لپاره هم اړین ګڼل کیږي.

ښاغلي ټیلرسن په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د امن ځایونو په اړه وویل، چې واشنګټن د پاکستان د راتلونکي او ثبات په اړه هم اندیښمند دی او د پاکستان مشرتابه باید د روان حالاتو په اړه یوه واضح لیدلوری ولري، په خاصه توګه د ترهګرو ډلو په اړه چې د پاکستان په خاوره کې امن ځایونه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: