دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / د امریکا د بهرنیو چارو وزیر طالبانو ته سخت خبرداری ورکړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر طالبانو ته سخت خبرداری ورکړی

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وسله والو طالبانو ته سخت خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی چې امریکا به تر هغه افغانستان کې پاتې شي چې افغان حکومت خپلو مخالفو ډلو سره سولې ته ورسېږي.

نوموړي دغه څرګندونې د ستراتیژيکو او نړیوالو مطالعاتو په څېړنیز مرکز کې د وینا پر مهال وکړې.

ښاغلي ټیلرسن وسله والو طالبانو ته په خطاب کې وویل، چې امریکا متحده ایالات به تر هغه په افغانستان کې پاتې شي چې د طالبانو فکر نه وي بدل شوی.

د امريکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې وسله وال طالبان دې د سولییزه مذاکراتو له لارې روان تاوتریخوالو ته د پای ټکی کیږدي.

نوموړي وويل، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا نوې ستراتیژي ته په کتو، هند او پاکستان کولای شي د افغانستان د سولې په بهیر کې یوه مهم رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ کابو دوه میاشتې مخکې د افغانستان او سویلي اسیا په اړه د واشنګټن نوې ستراتیژي په ډاګه کړه.

ولسشمر ټرمپ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ماموریت پر دوام او ترهګرو ډلو پر لمنځه وړلو ټینګار وکړ.

نوموړې د ترهګرو پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو له هڅو او مبارزې ستاینه وکړه. ټرمپ د خپلې ستراتيژي د اعلان سره سم په پاکستان زور راوړی چې په خپله خاوره کې د ترهګرو هر دول مرکزونه له منځه يوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *