د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په یوه ناڅاپي سفر نن له غرمې وروسته پلازمینې کابل ښار ته ورسید او د خپل سفر په ترڅ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل.
په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت په یوه بیان کې لیکلي، چې د اکټوبر په ۲۳مه نېټه، د بهرنیو چارو وزیر ټېلرسن په کابل کې د ولسمشر غني سره وکتل او په ګډه یې په افغانستان کې سولې، ټیکاو او اوږدمهاله سوکالۍ ته رسېدو لپاره د متحده ایالاتو- افغانستان په ژمنه ټینګار وکړ.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې د سویلي آسیا لپاره د متحده ایاالتو نوې ستراتیژي، د افغانستان د حکومت او په ټوله سیمه کې د همکارانو سره، په افغانستان کې سولې ته د رسېدو او د هغو ترهګرو د خوندي پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره چې دغه موخه ګواښي، د متحده ایاالتو د همکارۍ ژمنه په روښانه توګه بیانوي.
د متحده ایالاتو د سفارت په وینا، په ورته وخت کې ولسمشر غني د متحده ایالاتو د نوې ستراتېژۍ څخه خپل ملاتړ یو ځل بیا تازه کړ او ټینګار یې وکړ چې حکومت یې د ټولو افغانانو د خوندیتوب، امنیت او سوکالۍ څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره د اصالحاتو د راوستلو په برخه کې ژمن دی.