شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / د امریکا له لوري د قطر دفتر تړل به د مذاکراتو امکانات له منځه یوسي

د امریکا له لوري د قطر دفتر تړل به د مذاکراتو امکانات له منځه یوسي

د قطر دفتر تړل به ستره تېروتنه وي. فارن پالیسي نشریه په خپل یوه مطلب کې لیکي چې، که ټرمپ وغواړي د قطر دفتر وتړي او د مذاکراتو امکانات له منځه یوسي نو یوه ستره تېروتنه به وکړي. نشریه زیاتوي، افغان جګړه له نظامي لارو نه حل کېږي نو ښه به وي چې د مذاکراتو له لارې روان بحران پای ته ورسول شي. د سرچینې په وینا افغان حکومت او امریکا دې په دې پوه شي چې تر جګړې وروسته به مذاکرات ګټه و نه لري. فارن پالیسي وايي، امریکا غواړي طالبان د جګړې له لارې سولې ته اړ کړي، خو دا کار ناکام دی او امریکا باید په دې پوه شي، چې د جګړو له لارې په افغانستان کې خپلو موخو ته نه شي رسېدلی. نشریه وایي امریکا په سیمه کې ملي ګټې لري او دغه ګټې یوازې هغه وخت تامینولی شي، چې د افغان حکومت، طالبانو او امریکا ترمنځ مذاکرات مثبتې پایلې ولري او هلته جګړه د خبرو پر مټ پای ته ورسېږي. سرچینه ټینګار کوي، چې امریکا دې په افغانستان کې د جګړې له پالیسۍ تېره شي، بلکې د سولې او مذاکراتو لار دې خپله کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: