دوشنبه , مې 10 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د اندړو پرولسوالۍ د وسله والو طالبانو حملې ماتې شوي

د اندړو پرولسوالۍ د وسله والو طالبانو حملې ماتې شوي

د غزني ولایتي چارواکي وايي، چې تیره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د دغه ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د دغې ولسوالۍ پر مرکز د وسله والو طالبانو برید په شا تمبولی دی.

د غزني ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند فهیم امرخیل وویل، چې اوس دا ولسوالۍ په بشپړه توګه د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

ښاغلي امرخیل وویل ” د طالبانو د مشهور قوماندان ملا ادریس په ګډون ۳۶ طالب وسله وال د پنجشنبې او تیرې شپې په جګړو کې وژل شوي او ۱۲ نورطالب وسله وال ټپیان شوي دي، اوسهمال ځانګړي ځواکونه د پولیسو او ملي اردو د ځواکونو په مرسته د اندړو ولسوالۍ په کلیو کې تصفیوي عملیات پیل کړي، تر څو وسله وال مخالفان له دغې ولسوالۍ وباسي “.

د غزني ولایتي چارواکي وايي د اندړو ولسوالۍ په جګړو کې دوه پولیس وژل شوي او څلور نورټپیان شوي دي.

د غزني د اندړو ولسوال محمد قاسم دیسیوال وویل، چې د چهار شنبې په شپه، شاوخوا شپږ سوه طالب وسله والو د دغې ولسوالۍ پر مرکز او امینه قوماندانۍ ډله ایز بریدونه پیل کړل، چې د دواړو خواو ترمنځ دا جګړه د پنجشنبې ورځې ته هم وغځیدله.

تیره ورځ د غزني امنیه قوماندان جنرال محمد زمان وویل، چې وسله والو طالبانو د اندړو ولسوالۍ پر مرکز د ډله ایز برید سربیره د دغه ولایت د جغتو پر ولسوالۍ هم بریدونه کړي وو. چې د یوې سختې جګړې وروسته طالب وسله وال بیرته په شا شول.

د غزني ولایت امنیتي چارواکي وایي چې د اندړو ولسوالۍ د روانې اونۍ به جګړو کې ۲۱ تنه امنیتي منسوبین او څلور ملکي وګړي وژل شوي، ۲۴ امنیتي منسوبین او ۲۵ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *