شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د ايران کورنيو چارو وزير کابل ته راغلی

د ايران کورنيو چارو وزير کابل ته راغلی

د ایران د کورنیو چارو د مرستیال وزیر په مشرۍ د دغه هیواد یو امنیتي پلاوی نن دوشنبه کابل ته راغی.

ایراني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال حسین ذلفقاري او ورسره ملګری پلاوی د افغانستان او ایران د ولسمشرانو ترمنځ د موافقو د عملي کېدو لپاره افغانستان ته ورغلي دي.

ایرانی پلاوی به همداراز له افغان چارواکو سره د امنیت، پولې، تابعیت او پولیسو په برخو کې د تخصصي کاري ډلو پر جوړولو خبرې وکړي.

ایراني پلاوي ته د کابل په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي هرکلی وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: