سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / زلزلې په ايران کې ۱۴۱ کسان وژلي او ۸۰۰ ژوبل دي

زلزلې په ايران کې ۱۴۱ کسان وژلي او ۸۰۰ ژوبل دي

دې سختې زلزلې يوازې په ايران کې ۱۴۱ کسان وژلي او تر ۸۰۰ ډېر يې ژوبل کړي دي، خو په عراق کې لا هم د مړو او ټپيانو شمېره نه ده معلومه.

تېره شپه ناوخته د ایران او عراق په پوله زوروره زلزله شوې، چې زور يې ۷.۳ درجه ښودل شوی. د لومړيو رپورټونو له مخې دغه زلزلې یو شمیر کليو ته زيان اړولی او تر دې دمه تر ٧٠ کسانو پورې د مرګ پخلی شوی. د عراق کردستان حالابجا ښارګوټی چې د ایران پولې سره لږیدلی دغه زلزلې زیات اغیزمن کړی، د زلزلې زور تر ترکيې او اسرایلو رسیدلی.

.د ایران خبري ادارو يلي په ایران کې د دغې زلزلې له امله ۶۱ کسان مړه شوي او عراقي چارواکو تر دې دمه د څلورو کسانو د مرګ پخلی کړی.

په دواړه هیوادونو کې د چارواکو په وینا په دغه زلزله کې د مړو کسانو شمیر زياتېدی شي. ځګه ګڼ کلي او سیمې داسې دي چې له ښارونو لرې پراته دي او دغلته کومک رسیدو کې وخت لګېږي. د زلزلې نه وروسته د ګڼو کلو او سیمو برېښنا هم بنده شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *