یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / ايراني مشران: امریکا د ایران اصلي دښمنه او پر ضد یې درېدل يواځينئ لار ده

ايراني مشران: امریکا د ایران اصلي دښمنه او پر ضد یې درېدل يواځينئ لار ده

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي پرون پنجشنبه وویل چې امریکا د ایران اصلي دښمن او د کلمې په اصلي معنا شریر هېواد دی.

خامنه یي چې په تهران کې د زده کوونکو او محصلینو په ګډون یې یوې غونډې ته وینا کوله، وویل چې د امریکا په وړاندې درېدل یوازنی لاره ده او زیاته یې کړه چې تهران به د نړۍ له شپږو پیاوړو قدرتونو سره د اټمي موافقې په مسئله کې

ایران په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له شپږو پیاوړو قدرتونو، متحدایالاتو، روسیې، برېتانیا، فرانسې، چین او جرمني سره موافقه وکړه چې د نړیوالو بندیزونو د لېرې کولو په بدل کې به، خپل اټمي پروګرام محدود کړي.

 

خو د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره میاشت له دې موافقې سره د ایران د ژمنو عملي کېدل تائید نه کړل.

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: