پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د باګرام زندانیان: اعتصاب به د غوښتنو تر پوره کېدو پورې دوام ومومي

د باګرام زندانیان: اعتصاب به د غوښتنو تر پوره کېدو پورې دوام ومومي

د باګرام زندانیان:اعتصاب به د غوښتنو تر پوره کېدو پورې دوام ومومي

د افغانستان په پروان ولایت کې د نامتو هوايي ډګر په داخل کې د بګرام د زاندان زاندانیانو د نامالومه مودې لپاره د خوړو نه اعتصاب کړی دی
زندانیانو ويلي دا اعتصاب به یې تر هغې دوام ومومي چې تر څو د دوی غوښتني ومنل شي
د زندانیانو په غوښتنو کې لومړنۍ غوښتنه د ناروغانو د تداوۍ په هکله وه
دوی وايي تداوي یې پر وخت نه کېږي چې له دې امله ګڼ شمېر زندانیان په ډول ډول ناروغیو اخته دي
نوموړو اعتصاب کوونکو ویلي د دوی زیات شمېر ملګرې په داسې حال کې په زندان کې بند پاتې دي چې د محکمې له لورې د ټاکل شوي بند نېټه ډېره موده وړاندې پوره شوي ده دوی باید په سمدستي توګه له زندان نه وویستل شي او بله دا چې بشري حقونو ته یې هېڅ ارزښت نه ورکول کېږي همدايې تر ټولو لویه غوښتنه ده او ددې تر څنګ یې دا هم ويلي کوم چې داخلي زندانیان دي هغه داخلي محبس ته لېږل کېږي خو کوم چې بهرني یا مهاجر زندانیان دي هغه همداسې د بهرنیو ځواکونو په زندان کې ساتل کېږي او داخلي زندان نه ته لېږدول کېږي
زندانیانو بشپړه مراسله کومه چې ټرایبل نیوز ته رالیږل شوې ده په لاندې ډول ده

” مونږ داولس مشر، وزيردفاع او نورو دولتي مسؤلينو نه عاجزانه غوښتني کوو چي هغه په لاندي ډول ذکرکړي شوي دي۔
۱:دلته مونږته دعلاج معالجي مشکلات دي اول دي مونږ ته دعلاج بندوبست اوکړي شي
۲:دکوموبنديانو چي محکمي پوره شوي وي هغوئ دي ولايتي محبسونوته منتقل کړي شي
۳:دبنديانو حقوق سلب کړي شوي دي بنديانو ته دي خپل حقوق ورکړي شي،قيام، طعام،معالجه وغيره
۴:دکوموبنديانوچي وخت پوره شوي وي هغوئ دي فورًا خوشي کړي شي
۵:کوم بنديان چي خارجيان دي اوپه داخل دافغانستان کښي ئ امن اخيستي ووهغوئ دي په داخل دافغانستان کښي خوشي کړي شي
خبرداري
دا اعتصاب د اوويشتم۲۷ نومبر۲۰۱۷ ددوشنبي دورځي نه شروع کړي شوے دےاودزمونږدغوښتنودپوره کيدوپوري به دوام لري ۔۔۔
مونږدانساني حقوقودتنظيمونواو دآزادو رسنيوڅخه دا غوښتنه کووچي زمونږدي پيغام ته دي په رسنيو کښي ځائ ورکړي اومتعلقه مسؤلينو ته دي زمونږ داپيغام ورسوي ۔
اوبايدچي دلته يوکميسون راشي اوپوره پلټني وکړي ”

په ډاګه دې وي چې دغه اعتصاب د دوشنبې له ورځې څخه چې د نومبر له ۲۷مې نيټې سره سمون لري پیل شوی دی زندانیان هوډ لري چې د غوښتنو تر پوره کېدو پورې به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي
زندانیان له ټولو هغه ادارو څخه چې د بشري حقوقو سره تړاو لري د خپلو حقونو د ارزښت غوښتنه کوي چې له دوی سره مرسته وکړي
له دې امله يې په ازادو رسنیو خپلې غوښتنې نشر کړي چې تر ولسمشره او تر دفاع وزیر پورې ورسېږي
هغوي له رسنو غوښتي چې باید د رسنیو د ازادۍ حق ادا کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *