سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / قبايل / د بدلون ژمنو ته پاتې قبايل يو وار بيا د چارواکو په ژمنو تېروتي

د بدلون ژمنو ته پاتې قبايل يو وار بيا د چارواکو په ژمنو تېروتي

دپاکستان مرکزي حکومت قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو په ځای کولو لپاره دجوړې کړل شوې قانوني مسودې پارلیمان څخه دمنظورؤلو د ژمنې نه یو ځل بیا په شا شوی دی.

دپاکستان په پارلیمان کې دتیرو پینځوؤ ورځو نه دحکومت مخالف سیاسي ګوندونه په دې خبره په احتجاج بوخت دي چې حکومت ولې دخپلې ژمنې په اساس قبایلو کې داصلاحاتو مسوده پارلیمان ته د منظورؤلو لپاره نه وړاندې کوي.

له دې وړاندې دپاکستان د پارلیماني او ریاستي چارو وزیرانو قامي اسمبلۍ ته باور ورکړی و چې د جمعې په ورځ به وزیراعظم شاهد خاقان عباسي پارلیماني مشرانو سره په لیدنه کې فاټا کې داصلاحاتو دقانوني مسودې اسمبلۍ څخه د منظورؤلو په لارو چارو خبرې وکړي.

خو سرچینې وایي پارلیماني مشران د وزیراعظم ماڼۍ ته وزیراعظم سره دغونډې کولو لپاره ورغلل نو ورته وویل شول چې په ننۍ غونډه کې یوازې اؤ یوازې د نويو حلقو بندیو په اړه خبرې کیږي.

دخیبر ایجنسۍ څخه دقامي غړي شاه جي ګل اپریدي هم دغه خبره منلې خو ویلي یې دي چې دقامي اسمبلۍ سپیکر دوئ ته باور ورکړی چې راتلونکې اوونۍ کې به دغه قانوني مسوده دپارلیمان څخه منظور کړی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: