سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر له ولسمشر روحاني سره ګوري

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر له ولسمشر روحاني سره ګوري

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسون به نن یکشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۹» د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره وګوري. ایران ته د جانسون د سفر هدف له ایراني چارواکو سره د یوې ایراني‎الاصله بریتانوۍ ښځې نازنین زاغري رتکلف او له ایران سره د نړیوالو د اټمي موافقې د برخلیک په اړه خبرې دي.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، جانسون د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره کتلي او “سپینې” خبرې یې ورسره کړې دي.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر تر اوسه په تهران کې له خبریالانو سره نه‎دی غږېدلی.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې پرته له دې چې د نازنین زاغري رتکلف یادونه وکړي، وویل چې بورېس جانسون له محمد جواد ظریف سره د دوه ګوني تابعیت لرونکو وګړو په اړه غږېدلی دی.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي:

“دواړو خواوو پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي. دواړه په زغرده په اړیکو کې پر ستونزو غږېدلي چې د ایراني‎الاصله بریتانویانو په ارتباط په قونسلي چارو کې د بهرنیو چارو د وزیر اندېښنې هم په‌کې شاملېږي.”

نازنین زاغري رتکلف دوه کاله مخکې ایران ته تللې وه او په ۵ کاله بند محکومه ده.

پر هغې تور لګېدلی چې د ايران د حکومت د “نرم سقوط” دسیسه‌یې جوړوله.

نازنین زاغري رتکلف د روېټرز خبري اژانس له خیریه برخې سره چې “توماس روېټرز فونډېشن” بلل کېږي د پروژو د مشرې په توګه کار کاوه.

هغې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او ټینګار کوي چې ایران ته په شخصي سفر تللې وه.

توماس رویټرز خیریه ټولنې هم ویلي چې زاغري يې ایران ته په رسمي کار پسې نه‎وه استولې او هلته تر رسېدو وروسته هم رسمي دنده نه‎وه ورته سپارل شوې.

خو د هغې په اړه د پروپاګند نوې څپه حتی کولای شي چې پر هغې د زندان پر موده ۱۶ کاله ور زیات کړي.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسون تېره میاشت خپل پارلمان ته په یوه وینا کې وویل چې زاغري رتلکف په ایران کې تر نیول کېدو مخکې، ژورنالېستان روزل.

د جانسون منتقدانو د دې خبرې تر خپرېدو وروسته شدید انتقادونه وکړل او ویې ویل چې دا خبر د نازنین زاغري رتکلف وضعیت لا نازک کړی او د بوریس جانسون د استعفی غوښتنه یې وکړه.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر د اعتراضونو تر زیاتېدو وروسته، معذرت وغوښت او ویې ویل چې نازنین زاغري رتکلف په ایران کې هېڅ مسلکي مسؤلیت نه درلود.

د نازنین مېړه رېچرد رتکلف ویلي چې د بهرنیو چارو د وزیر تر خبرو مخکې د هغه ښځه له توقیفه خوشې کېدو ته ډېره نېږدې شوې وه.

خو اوس د ایران حکومت د نازنین زاغري رتکلف لپاره د رژیم پرضد د تبلیغ په تور نوې دوسیه جوړه کړې ده.

د هغې خاوند وویل چې محاکمه به یې نن یکشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۹مه » پېل شي.

رېچرد رتکلف وویل:

“وروستی خبر دا دی چې هغه د محاکمې په انتظار کې ده چې نن به وي. البته، وکیل ته یې لا اجازه نه‎ده ورکړل شوې چې محکمې ته حاضر شي. د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسون هم په ایران کې دی، له چارواکو سره به خبرې کوي او هیله لرم چې پر هغوی به فشار راولي او نازنین به مجبوره نه‎شي چې نن محکمې ته ولاړه شي.”

دا اول وار دی چې بوریس جانسون ایران ته رسمي سفر کوي.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر په داسې وخت کې ایران ته تللی چې د امریکا متحد ایالات له ایران سره د نړیوالو د اټمي موافقې د راتلونکي په اړه چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې وشوه، شک لري.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: