پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / د بشري حقونو سرغړونو کې حکومتي ادارې ککړې دي

د بشري حقونو سرغړونو کې حکومتي ادارې ککړې دي

د پاکستان په پارليمان کې مخالفه ګوند له حکومته غوښتي چې د خلکو په زوره تري تم کول بايد جرم وګرځوي، پاکستان کې د بشري حقونو سازمان د دغه غوښتنې هرکلی کړی دی. پيپلزګوند دغه غوښتنه په داسې حال کې کړې چې ملګري ملتونه د روانې مياشتې په ١٥ نېټه د نړۍ د بشري حقونو جاج اخلي او پاکستان به هم ورته خپل قامي رپورټ وړاندې کوي.

د پاکستان د بشري حقونو د خپلواک سازمان مشر ډاکټر مهدي حسن رسنيو سره خبرو کې د ښاعلي فرحت الله بابر د وړانديځ هرکلی کړی او ويلي يې دي چې هېواد کې د خلقو د بشري خقونو په سرغړونو کې مذهبي تندلارې ډلې او حکومتي ادارې ککړې دي.

هغه بيا وايي د هېواد دننه چې څومره هم د بشري حقونو سرغړونې کيږي هغې کې حکومتي ادارې ککړې وي او دا ځل چې حکومت کوم راپور ملګرو ملتونو کې وړاندې کوي هغه نه ګڼي چې دغه به په حقيقت ولاړ وي. د خلکو په جبري ډول بې درکه کول په هيڅ ډول د منلو وړ نه دي. که په چا کوم تور وي نو بايد چې عدالت ته وړاندې کړی شي .

نوموړي دا مهال هېواد کې د ترهګرۍ پرضد روانو عملياتو ته په اشارې سره وويل په دغو عملياتو چې يو کس ووژل شي بيا ورستو ويل کيږي چې ترهګر وو، له وژلو وروستو دا دريځ د انصاف پر ضد دی.

د هېواد د بشري حقونو د خپلواکه کميسيون (ايچ ار سي پي) د کال ٢٠١٦ رپورټ وايي دغه کال ٧٢٨ کسان په زوره بې درکه شوي دي او د بشري حقونو د څار حکومتي کميسيون د شمېرو له مخې په مجموعي توګه په زوره د بې درکه شوو کسانو شميره ١٢١٩ ده چې په تېرو شپږو کلونوکې تر تولو زياته ده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *