سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د بلخ درې بازان د پاکستانيو قاچاقبرو له منګلو ژغورل شوي

د بلخ درې بازان د پاکستانيو قاچاقبرو له منګلو ژغورل شوي

دافغانستان په پلازمینه کابل کې امنیتي چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو پاکستان ته د درې بازانو د قاچاق مخنیوی کړی دی. د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي، درې تنه قاچاقبران چې غوښتل یې د کابل له لارې پاکستان ته درې بازونه قاچاق کړي، د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

چارواکي زیاتوي، چې دغه کسان د کابل ولایت اړوند په سروبي ولسوالی کې هغه مهال ونیول شول کله چې يې غوښتل د یو کړولا ډوله موټر په وسیله پاکستان ته لاړ شي.

د چارواکو په وینا، قاچاق وړونکي دغه بازان په بلخ ولایت کې ښکار کړي وه او غوښتل یې د سروبې له لارې يې پاکستان ته قاچاق کړي.

چارواکي وایي، ژغورل شوي بازان د امنیتي چارواکو له خوا کابل ژوبڼ ته سپارل شوي او د نیول شویو کسانو دوسیې څارنوالې ته استول شوي دي.

دا لومړی ځل نه ده چې د نادرو حیواناتو د قاچاق مخه نیول کیږي بلکې له دې وړاندې هم ګڼ شمېر کسان د حیواناتو او الوتونکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

کابو اوه میاشتې مخکې هم په سویل کندهار ولایت کې یو شمېر قاچاق وړونکي د سرحدي پولیس له خوا هغه مهال ونیول شول کله چې دوی غوښتل له سپین بولدک سیمې څخه شپږ زمریان پاکستان ته قاچاق کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *