چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د بلخ والي وايي وياند يې طالبانو نه دی وژلی

د بلخ والي وايي وياند يې طالبانو نه دی وژلی

 د بلخ والي عطا محمد نور وايي چې د ده ویندوی منیر فرهاد د دولت وسله والو مخالفانو نه دی وژلی.

د بلخ د والي ویندوی منیر فرهاد پرون /چهارشنبه/ د نامعلومو وسله والو له لوري له ویشتل کېدو وروسته په روغتون کې سا ورکړه.

عطا محمد نور، چې د جمعیت ګوند اجرايي رييس هم دی، د خپل ویندوی د ترور په غبرګون کې وویل، دا برید طالبانو او  داعش تروریستي ډلې نه دی کړی؛ بلکې خاص جریانونه په دې برید کې لاس لري.

ده څرګنده نه کړه چې منظور یې له کومو جریانونو څخه دی خو ګومان کېږي چې منظور یې د مرکزي حکومت چارواکي وي.

نور تر دې پخوا په ځلونو د ملي امنیت ريیس او د ملي امنیت سلاکار ته د انتقاد او دسیسې جوړولو ګوته نیولې خو داسې ښکاري چې په وروستیو کې پر جګپوړو دولتي چارواکو له انتقاد کولو منع شوی وي.

نور وویل: (زما باور دا دی چې د دې حملې هدف منیر فرهاد نه و بلکې منظور دا و چې په بلخ کې د ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره پلمه جوړه شي).

ده تاکید وکړ چې دا برید طالبانو نه دی کړی او چا چې کړی ده ته معلوم دي.

په تېرو ۱۶ کلونو کې ډېر لږ داسې شوي چې وسله والو طالبانو دې د شمال ايتلاف پر پخوانيو دښمنانو حملې کړي وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: