د بلخ والي او د جمعيت اسلامي ګوند اجراييه مشر عطا محمد نور په حکومت کې د پراخ فساد د اسنادو لرلو په اړه خبر ورکړ او ټينګار کوي، که په نظام کې اصلاحات رانشي ياد اسناد به په ډاګه کړي .
عطام محمد نور، هرات ولايت ته د سفر په مهال وويل، چې د دغو اسناد په وړاندې کولو به نوی لنډ مهاله حکومت د ملي يووالي حکومت پر ځای بدل کړي.
د جمعيت اسلامي ګوند اجراييه مشر نن چهارشنبه په يوه خبري ناسته کې وويل، که چيرې په ټاکنيزو کمېسيونونو کې بدلون رانه شي، راتلونکي ټاکنې به ونه مني.
په همدې حال کې د جمعيت اسلامي ګوند يو بل غړی محمد اسماعيل وايي، چې د جمهوري رياست په راتلونکو ټاکنو کې به د ډاکتر عبدالله عبدالله پر ځای بل نوماند معرفي کړي.
دا په داسي حال کې ده، چې د جمعيت اسلامي ګوند اجراييه مشر په وار وار سره د ملي يوالي پر حکومت باندي نيوکې کړي دي.
