پاکستان په قامي شورا کې د امنيتي ځواکونو له لوري د خلکو په زور او جبر سره د بې درکه کولو په سر سختې اندېښنې ښودل شوې دي.
د قامي شورا غړو د حکومت نه غوښتنه کړې ده چې د بلوچستان اذادۍ غوښتونکي تحريک بلوچستان لبریشن فرنټ یا بي ایل اېف مشر ډاکټرالله نذر بلوچ د پې درکه کورنۍ پوښتنه دې وشي.
پلازمينه اسلام اباد کې د بحث پر وخت حکومتي غړې تهمینه دولتانه ويلي د یو ښځې په حیث ورته ډیر افسوس شوی چې ددوى په ټولنه کې د ښځو سره اکثر ناروا سلوک کېږي اوداچې د سړو سزا ښځو ته ورکول کېږي.
د قامي اسمبلۍ مرستیال مشر د سرحداتو او قبایلي چارو مرکزي وزیر ته ویلي، دى خپله په دغه پېښه باندې ډېر اندېښمن دی، نوموړي ویلي د بلوچستان حکومت نه دې په سمدستي توګه رپورټ ترلاسه شي.
په بلوچستان کې له څه مودې راهېسې د ازادي غوښتونکو تحريکونو سره د تړليو مشرانو او فعالانو د کورنۍ غړي ورکېږي، د بلوچستان اوسېدونکي وايي دا کار د پاکستان پوځې ادارې له دې امله کوي چې د پلوچانو ازادي نه غواړي.