یکشنبه , سپتمبر 20 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د بلک هاک هلیکوپټرو په اړه طالبانو غبرګون

د بلک هاک هلیکوپټرو په اړه طالبانو غبرګون

طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې لیکلي « امریکايي قومندان او اشرف غني باید هیره نکړي چې زموږ لخوا جګړه د ټکنالوژۍ جګړه نه ده، بلکې د ايډيالوژۍ او انګیزې جګړه ده.»

هغه زیاته کړه « شوروي اتحاد او کمونستي حکومت چې پرزیده سلګونه الوتکي يې په میدان پريښې وي. ۱۶ کاله وړاندې امریکایانو هم دلته سلګونه ډول ډول الوتکي وازمویلي.»

نوموړی دا ادعا هم وکړه، چې « له تاريخ څخه باید درس واخلئ، ستاسو دغه الوتکې به لکه هاموې او رینجر موټر زموږ مټ قوي کوي، ستاسو الوتکې به زموږ په ګټه اهداف له منځه وړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د د ناټو قوماندان له دې وړاندې ویلي وو، چې دښمنانو او د هغوی پلویانو ته زموږ پیغام واضح دی چې تاسو نشئ کولی بریالي شئ، د افغان ځانګړو ځواکونو دوه برابره او د هوایي ځواکونو درې برابره کېدل او د ملي اردو د تعرضونو زیاتوالی د ترهګرو ملاتړو ته واضح دا پیغام ورکوي چې تاسو بایلونکي او په غلطه روان یاست، لا هم ناوخته نه ده چې هغوی د ترهګرو او د نشه یي توکو د قاچاقبرانو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

ولسمشر غني هم وسله والو طالبانو ته خبرداری ورکړ، چې که طالبان د حکومت او یا د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ماتولو فکر لري، نو له ذهنه دې وباسي، دوی اوس هم د انتخاب پړاو کې دي او د سولې لاس ورکوو، ځکه موږ وینه بهېدنه نه غواړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: