شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د بلک واټر مشر په افغانستان کې د کانونو د استخراج طرحه وړاندې کړې

د بلک واټر مشر په افغانستان کې د کانونو د استخراج طرحه وړاندې کړې

د بلک واټر مشر لا هم افغانستان ته د راتګ لېوالتیا لري. اریک پرینس ټرمپ ته په خپله نوې لیږلې طرحه کې د افغانستان د کانونو په اړه ځينې مسایل مطرح کړي دي.

د اریک پرینس په طرحه کې راغلي، چې امریکا باید د افغانستان نادره فلزات استخراج کړي او په دې توګه د افغانستان له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي. هغه ویلي، که د امریکا حکومت اجازه ورکړي، نو دغه کار کولی شي.

پرینس همدا راز ویلي، چې چین په سیمه کې د اقتصادي ودې په حال کې دی او هڅه کوي چې د افغانستان کانونه هم استخراج کړي، نو امریکا ته په کار ده، چې تر چین وړاندې لاس په کار شي او په دې برخه کې امریکايي شرکتونو ته د فعالیت زمینه برابره کړي.

اریک پرنس د بلک واټر امنیتي کمپنۍ مشر دی، چې تر دې وړاندې یې د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو غوښتنه کړې وه. د نوموړي دغه طرحه د پنټاګون له لوري رد شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: