د ننګرهار چارواکو د هغه ساختماني شرکت مشر او دوه تنه انجينران له دې امله عدليې او قضايي ارګانونو ته سپارلي چې ويل کېږي د ننګرهار د بهسودو دويم پل په جوړولو کې يې درغلي کړي.
د ننګرهار چارواکي وايي د بهسودو پل د الينګار الکوزي په نوم يو ساختماني شرکت شپږ مياشتې وړاندې بشپړ کړی، خو له رسمي پرانستې وړاندې د پل ځينې برخې زيانمنې شوي دي، چې له امله يې د ياد شرکت مشر نورمحمد الکوزی او دوه کسه انجنيران دا مهال تر پوښتنو لاندې دي.
دغه پل چې ۳۵۰ متره اوږدوالی لري د ننګرهار پر څو ولسواليو سربېره کونړ او نورستان ته هم پرې تګ راتګ کېږي، عام خلک وايي دوی اوږد انتظار وکړ، چې د دويم پل له جوړېدو سره به اسانتيا راشي، خو اوس ليدل کېږي، چې پل په معياري بڼه نه دی جوړ شوی.
د ننګرهار اوسېدونکي وايي د ياد شرکت مسوولين او انجينران دې په علني ډول محاکمه شي او هغه کسان دې هم و ونیول شي، چې په ورته ټولګټو پروژو کې درغلي کوي.