چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې زياتوالی راغلی

د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې زياتوالی راغلی

خبري سرچينې وایي د ننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې دوه طالب مشران وژل شوي دي.

د امريکايي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې بريد داسې مهال کېږي چې دوه ورځې وړاندې يې په پاکستان کې د حقاني شبکې سره تړلي مهم کسان په نښه کړي وو.

سرچينه وايي بريد څو شېبې له مخه شوی، په بريد کې وژل شوي طالب مشران د فيصل او عبدالله په نومونو مشهور وو. د خبري سرچينو په حواله يادو طالب مشرانو له داعش ډلې سره هم اړيکې درلودې.

د پاکستان په خاوره کې په حقاني تروريستي شبکې له مسلسلو هوايي بريدونو وروسته په افغانستان کې هم د بې پيلوټه الوتکو حملې ډېرې شوي. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ورته حملو کې وسله والو سره تړلي ۳۱ کسان وژل شوي دي، خو تر اوسه د وسله والو له اړخه د دغو خبرونو پخلی نه دی شوی.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: