سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د بې پيلوټه بريد کې داعش توندروه ډلې نظامي مشر وژل شوی

د بې پيلوټه بريد کې داعش توندروه ډلې نظامي مشر وژل شوی

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا د داعش وسله والو نظامي مشر د هوایي برید په ترڅ کې وژل شوی دی.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ په یوه بیان کې لیکلي، چې د ننګرهار ولایت نازیانو ولسوالی په مربوطاتو کې د هوایي برید په ترڅ کې د یو تن نظامي مسوول په ګډون دوه داعش وسله وال ووژل شول .

خبرپاڼه زیاتوي، چې تیره ورځ ناوخته د نازیانو ولسوالی اړوند د نازیانو دوه خوله په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې هوایي برید ترسره کړی چې په ترڅ کې د یو تن نظامي مسوول مولوي هاشم اورکزي په ګډون دوه تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.

د امنیه قماندانی په وینا، د کشفي معلوماتو له مخې په ترسره شوي برید کې ملکي وګړو ته زیان ندی اوښتې .

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایت مقام تیره ورځ وویل، چې د اچین ولسوالۍ په مامند،څپرې، چنارو، نرګوسه او یو شمیر نورو سیمو کې تېره ورځ ناوخته د بې پیلوټه الوتکې د درې هوایي بریدونو له امله ۱۵ داعش وسله وال وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *