پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / د ترهګرو ډلو ځالې په پاکستان کې نه دي ورانې شوي

د ترهګرو ډلو ځالې په پاکستان کې نه دي ورانې شوي

په امریکا کې د پاکستان سفیر وایي چې په سرحد د ترهگرو د تگ راتگ د مخیوې لپاره د پاکستان او د افغانستان په سرحد د امنیت ټینگول ضروري دي. خو مبصرين وايي د ترهګرو د هغو ځالو ورانول اړین دي، چې په پاکستان کې يې لري

په امریکا کې د پاکستان سفیر اعزاز احمد چوهدري ویلي دي چې د افغانستان د حکومت په لمړیتوبونو کې تغیر چې غواړي د ښارونو خوندیتوب ته زیات پام وکړي، طالبانو او نورو ترهگرو ډلو ته د ملک په نورو سیمو کې د ازادانه گرځیدلو لاره هواره کړي.

چوهدري د ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د ترهگرو په هکله د خبرداریو باوجود د پاکستان پخوانۍ ادعاگانې تکرار کړی چې وایي پاکستان ترهگرو ته پناه نه ورکوي. ولسمشر ټرمپ د پاکستان نه غوښتي چې په سیمې کې د ترهگرۍ د مخنیوي لپاره نور زیات اقدامات وکړي.

ښاغلي چوهدري د افغانستان د هغه ادعاگانو په ځواب کې، چې وایي د اسلامي دولت د ډلې ترهگر د پاکستان نه ورځي او هلته حملې کوي، وویل “په پاکستان کې د اسلامي دولت ډله حضور نلري. د اصلي مسلو نه پام بلې خوا ته مه اړوئ. پاکستان به چیرته هم د اسلامي دولت د ډلې شتون ونه زغمي.” چوهدري زیاته کړه چې په ملک کې د وروستیو پوځي عملیاتو نه وروسته ترهگر تښتیدلي دي.

“په تیرو دریو کلونو کې مونږ ډیر څه کړیدي. دا مونږ د بل چا لپاره نه، بلکې د خپلو خلکو لپاره کړیدي. مونږ ترهگرو ته ماتې ورکړي. ترهگر په تیښته دي. په پاکستان کې د ترهگرو پناهځایونه نشته دی اوس هغه افغانستان ته انتقال شویدي. او پکار ده چې هم دغه ته پام وشي.”

په امریکا کې د پاکستان سفیر د دواړو ملکونو د استخباراتي ادارو ترمنځ د همکارۍ په اهمیت ټینگار وکړ.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *