چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / قبايل / مرکزي حکومت له قبايلو سره درغلي کوي

مرکزي حکومت له قبايلو سره درغلي کوي

د جماعت اسلامي امير سراج الحق ويلي دي چې حکومت له قبايلي اولس سره په پرله پسې توګه درغلي کوي او د اصلاحاتو هغه ژمنې چې له دوی سره کېږي د حکومت لخوا نه عملي کېږي.

نوموړي مشر دا خبرې د ناظمينو يو ورکشاپ ته وکړې، هغه وويل مرکزي حکومت له ډېرې مودې نه قبايل داسې ساتلي چې هېڅ پاملرنه ورته نه کېږي: (( قبايلو سره وعدې کېږي خو عملي کېږي نه او حکومت له کړو وعدو نه په شا کېږي).

سراج الحق دا هم ويلي دي چي وس وخت راغلی دی چي حکومت دقبايلي اولس د غوښتنو مطابق قبايلي سيمې خيبر پښتونخوا کې شاملي کړي او دوی ته د دهيواد نورو برخو په ډول بنستيزې اسانتياوې برابرې ورکړي.

سراج الحق زياته کړې چي وس په قبالي اولس کې بيداري پيداشوې ده او دوی به هېڅکله له خپلو حقونو نه وروسته کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: