چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / قبايل / د جمرود په ځينو سيمو کې په ګرځېدو بنديز لګول شوی دی

د جمرود په ځينو سيمو کې په ګرځېدو بنديز لګول شوی دی

د خيبر ايجنسۍ اړوند جمرود، شاکس، ټيډي بازار او نورو خوا و شاه سيمو کې د نامعلومه وخت پورې د ځايي خلکو په ګرځيدو بنديز لګول شوی دی. د اړونده مسوولينو په وينا د جمرود مرکزي بازار، شاکس او ټيډي بازار کې يې د وسلې، مخدره توکو او غير قانوني بوختياوو ککړو کسانو پر ضد د ايف سي او خاصه دار مليشې په مرسته د پلټنې عمليات شروع کړي دي.

په سيمه کې د همدې عملیاتو له امله د ځايي خلکو په ګرځيدو بنديز لګول شوی دی.

د جمرود اړوند د یو افسر د وينا له مخې د بنديز په دې دوران کې له زده کوونکو، ناروغانو او دولتي مامورينو نه غير نور چاته د خپل کور نه بهر د وتلو اجازه نه ورکول کېږي.

پوليس کارکوونکي وايي عامو خلکو ته يې خبرداری ورکړی، چې د ورکړل شوي حکم د پر ځای کولو په برخه کې دې ورسره همکاري وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: