پنجشنبه , سپتمبر 24 2020
کور / خبرونه / قبايل / د جنوبي وزیرستان کډوالو د خپلو ورانو کورونو تاوان غوښتی

د جنوبي وزیرستان کډوالو د خپلو ورانو کورونو تاوان غوښتی

په جنوبي وزیرستان کې د ترهګرۍ پرضد د پوځي عملياتو پر مهال کډوال شوي خلک چې اوس بيرته خپلو سيمو ته ستانه شوي دځايي چارواکو مخې ته يې احتجاجي ناسته پېل کړې، دوی وايي د عملياتو پر مهال د ورانو شوو کورونو تاوان دې ورته ورکړل شي.
د جنوبي وزيرستان د بېلابیلو سيمو خلک د تېرې يوې اوونۍ راهسې په ټانک ضلع کې د جنوبي وزيرستان د پوليټیکل کمپاؤنډ مخې ته په احتجاجي ډول ناست دي او وايي کورونه يې د ترهګرۍ پرضد پوځي عملیاتو کې وران شوي وو.
د دوی له ډلې يو کس خېرمحمد وايي، “چې دی کله د کډوالۍ نه بيرته ستون شو کور يې وران و خو دغلته چې د وران شوو کورونو لپاره حکومتي سروې شوې وه په هغې کې ډېر کورونه نه وو شمار کړل شوي اوس دوی غوښتنه کوي چې بيا دې له سره سروې وشي او دوی سره دې د ورانو کورونو ودانولو لپاره مرستې وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: