افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون په جګړه کې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د کم عمره کسانو له استخدامه لاس واخلي.
د کمېسون ویاند بلال صدیقي نن ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان په جګړه کې د کوچنیانو د استخدام له امله اندېښنه لري، جنګي جرمیې ګڼي او غندنهیې کوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په وزیر محمد اکبر خانه مېنه کې پرونۍ انتحاري حمله، یوه هلک چې عمر یې د ۱۳ او ۱۴ کلونو ترمنځ دی، کړې ده.
د مسئولانو په وینا، په پرونۍ انتحاري حمله کې ۴ تنه ووژل شول او تر ۲۰ زیات زخمیان شول.
د حملې مسئولیت داعش ډلې اخیستی دی