سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار ترکیې ته تللی

د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار ترکیې ته تللی

د افغانستان د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار ترکیې ته تللی دی.ښاغلی حکمتیار د ترکیې له مشرتابه سره له پخوا اړیکې لري خو دا چې د دې سفر هدف یې څه دی په دې هکله ډېر څه نه دي ویل شوي.

د حزب اسلامي ګوند یوې باوري سرچینې رسنيو ته وویل په پام کې ده چې ښاغلی حکمتیار په ترکیه کې له ځینو روحاني او سیاسي شخصیتونو سره وګوري.

سرچینه وايي له ترکیې وروسته به نوموړی ځینو نورو اسلامي هېوادونو ته هم سفر وکړي.

ځینو رسنیو رپوټ ورکړی چې ګلبدین حکمتیار له ترکیې وروسته سعودي عربستان ته ځي.

د حزب اسلامي ګوند د مشر او افغان حکومت ترمنځ تېرکال د سولې تړون له لاسلیک کېدو وروسته ښاغلی حکمتیار هرات ولایت ته هم تللی و خو د سولې له تړون وروسته دا لومړی ځل دی چې له هېواده بهر سفر کوي.

ځینو رسنیو رپوټ ورکړی چې ښاغلی حکمتیار به د ترکیې له چارواکو سره د افغانستان د امنیت او ټیکاو په اړه خبرې وکړې.

د حزب اسلامي مشر د ترکیې له اوسنې ولسمشر رجب طیب اردوغان او په دغه هېواد کې له نورو اسلام پاله سیاسي څېرو سره له پخوا نږدې اړیکې لري.

ترکیه چې له افغانستان سره نږدې اړیکې لري خپل پوځیان يې د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې افغانستان ته استولي دي.

ترکیې دافغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو په برخه کې هڅه کړې او د دواړو هېوادونو د مشرانو غونډې د ترکیې په منځګړیتوب جوړې شوې دي.

د استانبول پروسه د ترکیې په نوښت رامنځته شوې او هدف یې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پراختیا ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *