سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / د حقاني شبکې او پاکستان په اړه د امریکا سنا مجلس نوې پرېکړه

د حقاني شبکې او پاکستان په اړه د امریکا سنا مجلس نوې پرېکړه

د حقاني شبکې او پاکستان په اړه د امریکا سنا مجلس نوې پرېکړه د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالاتو د سنا مجلس غړیو له پاکستان سره د واشنګټن د مالي مرستې په هکله په خپلو شرایطو کې بدلون راوړی دی. د سنا مجلس غړیو د نوې پرېکړې پر اساس، پاکستان به له امریکا څخه د ۷۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پوځي مرستې ترلاسه کړي خو په دې شرط چې د امریکا دفاع وزیر د حقاني شبکې پر وړاندې د دغه هېواد د جدي اقدماتو تصدیق کړي. له دې وړاندې، د امریکا سنا مجلس غړیو ویلي وو چې پاکستان باید د حقاني شبکې او د لښکر طیبه ډلې پر خلاف جدي اقدمات پورته کړي ترڅو له واشنګټن څخه پوځي مرستې ترلاسه کړي. خو د هغوي په نوې پرېکړه کې یواځې د حقاني شبکې پرخلاف د پاکستان پر اقدمات ټینګار شوی ځکه د امریکا سنا مجلس وکیلان وایي یاد شبکه په پراخه کچه په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي. د نوي پرېکړې پر اساس، د امریکا دفاع وزیر باید له سنا مجلس سره د حقاني شبکې پر خلاف د پاکستان د اقدماتو په هکله معلومات شریک کړي او د شبکې د پتڼځایونو او مالي سرچینو پر خلاف د یاد هېواد اقدامات تصدیق کړي. د دې ترڅنګ پاکستان باید له افغان حکومت سره د حقاني شبکې د تګ راتګ د مخنیوی لپاره همغږي وکړي او د حقاني شبکې د لوړپوړو او نور مشرانو د نیولو په خاطر جدي اقدمات پورته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: