شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / قبايل / د حقاني شبکې پر ضد، دامريکايي، افغان او پاکستاني پوځ دګډو عملياتو پرېکړه

د حقاني شبکې پر ضد، دامريکايي، افغان او پاکستاني پوځ دګډو عملياتو پرېکړه

امریکا ترهګرې ډلې، حقاني شبکه او لشکرطیبه خپلو کې بیلې کړې او دپاکستان او افغانستان دپوځونو سره په ګډه یې یوازې د حقاني ډلې دختمولو پریکړه وکړه. پاکستان لشکر طیبه د هند او حقاني شبکه د افغانستان خلاف استعمالوي.

دغه پریکړه دامریکایي ګانګریس او سینیټ څخه دامریکا ملي دفاع لپاره منظور شوې قانوني مسوده کې شوې ده.

دامریکا ددفاع د وزیر لخوا تیرځل کانګریس ته وړاندې کړل شوې قانوني مسوده کې پاکستان ته دلشکرطیبه په ضد هم دعملیاتو شرط ایښودل شوی و خو د اوسنۍ وړاندې کړل شوې مسودې نه دغه شرط ویستل شوی دی.

د امریکا ددواړو ایوانونو څخه ددغه قانوني مسودې له منظوریدو وروسته دا دامریکا ولسمشر ته دمنظوریدو دپاره لیږل شوې.

په دغه قانوني مسوده کې پاکستان ته د ډېرې مرستې ورکولو ژمنه شوې.

دغه مالي مرسته هاغه مهال ورکوي چې ددفاع وزیر کانګریس ته پخلی وکړي چې پاکستان دترهګرو دخوندي ځالو.دحقاني شبکې او لشکرطیبه په ضد عملیات کوي او دخپلې خاورې څخه ددغو جنګیالو خوندي ځالې له مینځه وړي.

کانګریس د ټرمپ حکومت پاکستان ته له ۷۰۰ ملیون ډالرو څخه د ۳۵۰ ملیون ډالرو له ورکولو منع کړی او پرېکړه یې کړې چې دا پیسې دې په هغه شرط پاکستان ته ورکړل شي چې د امریکا دفاع وزیر د کانګریس دفاعي کمېټې ته د دې تصدیق وکړي چې «پاکستان داسې پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي چې په نتیجه کې یې د پاکستان په خاوره کې د حقاني شبکې د پناهځایونو، د پیسو ټولولو، د جګړه مارو د ګومارلو او ازاد تګ راتګ مخنیوی کېږي.»

د کانګریس په مخکینۍ لایحه کې د امریکا له دفاع وزیارت څخه غوښتل شوي و چې همدا ډول شرایط دې د لشکر طیبه په اړه هم پاکستان ته کېښودل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: