سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د حکومت روان سیاستونه د ترهګرو په ګټه دي
????????????????????????????????????

د حکومت روان سیاستونه د ترهګرو په ګټه دي

د ولسي جرګې غړي وايي په تېرو دوو کلونو کې د ملي یووالي حکومت سیاستونه د ترهګرو ډلو او د هېواد د دښمنانو په ګټه تمام شوي دي. د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې په هېواد کې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې او امنیتي وضعیت یې د جدي اندېښنې وړ وباله. په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي ظاهر قدیر وویل، چې ارګ د افغانانو په وژنه کې شریک دی او هلته ځینې کسان له ترهګرو سره اړیکه لري. دده په وینا حکومت داعش ډله پیاوړې کړې ده او له دې ډلې سره د مبارزې لپاره د هېڅ افغان غږ نه اوري. د ولسي جرګې بلې غړې ناهید فرید بیا وویل، چې د ملي یووالي حکومت سیاستونه د ترهګرو ډلو په ګټه دي او دا هغه مسئله ده چې جدي پوښتنې یې را ولاړې کړې دي. ولسي جرګې همدا راز په کابل، کندهار، پکتیا او غور کې وروستي ترهګریز بریدونه وغندل او له حکومت یې وغوښتل چې باید په دې اړه جدي پلټنې وکړي او د روانې جګړې په اړه خپل دريځ روښانه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *