سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د حکومت سلګونه وياندويان د طالبانو د دوو سيالي نه شي کولای

د حکومت سلګونه وياندويان د طالبانو د دوو سيالي نه شي کولای

حکومت سلګونه مطبوعاتيان لري، د ارګ د بوديجې غوښنه برخه پر مطبوعاتي دفتر لګېږي، ګڼ شمېر اومه خوله، تازه پرېولي مخونه ځوانان پکې مياشت په مياشت ښه پنډ معاشونه اخلي، د ملي امنيت لسګونه زره ډالر د هرې مياشتې په پای کې د مطبوعاتي جګړې د تورزنانو په نامه جلا کېږي، ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر کسان په مطبوعاتي دفتر کې کښېنولي، پرمختللي کمپيوټرونه، موډرنې کامرې، چټک انټرنيټ او پرېمانه امکانات يې ورته ځانګړي کړي، کورنيو چارو وزارت تر دا نورو لا بدخرڅي کوي، پاتې وزارتونه هر يو د مطبوعاتو پراخ تشکيلات لري او هره مياشت يوه لمن ډالر پر مطبوعاتو لګوي، رييسان ځانګړي وياندويان لري، وياند بيا دوه درې سلاکاران په ځان پسې کړې وي، د رييسانو مرستيالان بيا هر يو يو وياند لري، هر وياند يې يو دفتر او پنځه شپږ ماموران ورسره په مخه کړي وي، جهاديان، توپکيان، وکيلان او پاتې نور اشراف او خوانين چې وياند و نه لري، ځان ورته تر نورو سپک ښکاري.

يوازې په کابل کې د حکومت او تر حکومت د زورورو ښکرورو د يو نيم زر تنو په شا و خوا کې وياندويان يو تر بل سره تېرېږي.

تقريبا هر وزارت په هر ولايت کې يو رياست لري او هغه رياست هم ځان ته وياند او وياند يې مرستيالان ټاکلی.

ولايت مقامونه، امنيه قوماندانۍ، قول اردو، لوا او نور بېل بېل مطبوعاتي دفترونه لري چې که د هېواد په کچه وشمېرل شي، حساب يې زرګونو نفرو ته رسېږي.

باختر خبري اژانس درې نيم سوه سپين‌ږيري خبريالان لري، يوازې په کابل کې د ملي راډيو ټلوېزيون د کارکوونکيو شمېر سلګونو ته رسېږي، په ولايتونو او زونونو کې چې ملي راډيو ټلوېزيون څومره کسان ګمارلي، شمېر يې د کابل تر هغو هم زيات دی.

دغه ټول زرګونه ښاغلي يوه خوا، د طالبانو ذبيح الله مجاهد او قاري يوسف احمدي بله خوا. د حکومت زرګونه تنه د دوو سړيو د سيالۍ نه دي. ها پلو چې په دوو تنو څومره لاس‌ ته وروړنې لري، د حکومت زرګونه تنه يې په زر کاله هم نه‌ شي تر لاسه کولای.

خو که د حکومت د ټولو وياندويانو دفترونه وليدل شي، نو څومره لګښت چې دلته کېږي، د ټولې جګړې له مصارفو سره پرتله کېدلی شي، خو لاسته راوړنې يې يواځې او يواځې ځانښودنې دي، نه حقيقتونه او واقیعتونه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *