پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / په لوی دير کې د واکسينو پر ډلې چاودنه شوې

په لوی دير کې د واکسينو پر ډلې چاودنه شوې

د پوليسو سرچينې وايي د خيبر پښتونخوا سره تړلي لوی دير جندول سيمه کې د پوليو واکسينو پر کارکوونکو هغه وخت بمي چاودنه وشوه کله چې د دوی ځينې کسان په عارف کلي کې د ګوزڼ ضد واکسينو پروګرام کې بوخت وو.

د ځايي پوليسو سرچينې وایي په دې بمي چاودنه کې د پوليو ډلې کارکوونکو ته ځاني زيان نه دی رسېدلی.

د خبرونو له مخې د خيبر پښتونخوا په اکثره سيمو کې د پوليو ضد واکسينو پر ډلو بمي بريدونه کېږي. د ځايي خلکو په وينا د ورته پېښو له امله د يادو ډلو پر فعاليتونو اغېز پرېوځي او ډېر کلي د پوليو واکسينو د دې مهم پروګرام نه پاتې کېږي.

تر دې وړاندې په باجوړ کې هم د پوليو ضد واکسينو پر عملې بمي چاودنې او وسله وال بريدونه شوي، خو اړونده حکومتي ارګانونو تر اوسه يادو پېښو سره په تړاو څوک نه دي نيولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *