د خیبر پښتونخوا چارسده سیمه کې د مني موسم له رسېدو سره سم له ګنو نه د ګوړې جوړولو چاره پیلېږي. پر دې سربېره چې ګوړه په متلونو کې راغلې، د پښتو شاعرۍ ستر شاعر حمزه بابا د اشنا د خوږو په مثال کې هم وړاندې کړې ده:
(ملګرو د اشنا به درته څه صفت کوومه ـ ګوړه چې له هرې ډډې وڅکې خوږه وي)
ګوړه په سیمه کې د ډالۍ په توګه هم ورکول کېږي او په متلونو کې یې هم یادوونه شوې، چې یو یې هم (ګوړه – ګوړه وایه خوله به دې خوږه وي) متل دی.
-
د خیبر پښتونخوا چارسده ضلع نه یوازې د څرمنې څپلیو او خامتا اوبدلو له کبله مشهوره ده، بلکې دغه سیمه کې د ګوړې ځانګړې کارخانې هم شته.
-
د ګوړې کارخانو کې له اکتوبر میاشتې تر اپریل پورې له ګنو نه ګوړه جوړیږي.
-
ډېری ځایی کروندګر د ګنې لږ بیې له کبله د بورې پر کارخانو د ګنو پلورلو پر ځای د ګوړې جوړولو ته لومړتیوب ورکوي.
-
کروندګر وايي، له یو ټن ګنیو ۱۰۰ کیلو ګرامه بوره جوړېږي، خو له همدې یو ټن ګنیو ۱۴۰ کیلو ګوړه جوړیږي.
-
د ګنې اوبه ایستل کېږي او له پخولو وروسته د ګوړې چکیو بڼه ورکول کېږي.
د پاکستان ګنې څېړنیزه اداره وايي، خیبر پښتونخوا کې هر کال د ګنې ۴۲۰۰ ټنه حاصلات تر لاسه کېږي. -
ویل کېږي، ګوړه د بورې پرتله د روغتیا له پلوه ګټوره ده.
افغانستان او پاکستان کې د ګوړې چای هم مینه وال لري او د مېوې له ګډولو وروسته د ډالۍ په توګه هم ورکول کېږي.