پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / د خپل يو مشر د سپکاوي په تور ترکیه د ناټو له مانورو ووتله

د خپل يو مشر د سپکاوي په تور ترکیه د ناټو له مانورو ووتله

د ترکیې یوه سیاسي مشر ته د سپکاوي په تور دغه هېواد په ناروې کې د ناټو له پوځي مانورو ووت. د رپوټونو له مخې په پوځي مانورو کې د دوښمن انځور په اصل کې د ترکیې د بنسټګر مصطفا کمال اتاترک و.

ترک رسنۍ وايي، یوه خواله رسنۍ کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په نوم له یوه کوټه(جعلي) حساب څخه د ناټو خلاف پېغامونه هم خپاره شوي دي.

د دې پېښو په غبرګون کې ترکیې له دغو مانورو خپل ۴۰ سرتېري خپل هېواد ته غوښتي.

ناټو کې د ترکیې دویم لوی پوځ دی او د اسلامي دولت یا داغش خلاف ټلواله او افغان جګړه کې د ناټو ماموریت کې برخه لري.

د ناروې دفاع وزیر فرانک بک جنسن له دې پېښې وروسته بښنه غوښتې او د دې کار مسوول یې یواځې یوه شخص بللی دی.

“دا پیغام هم د خصوصي کمپیوټر شبکې استول شوی چې مانورو کې کارول کېږي او د ناروې نظر نه تاییدوي”.

د ترکیې یوه رسنۍ( اېن ټي وي) وايي، په دې پېښه کې د ناروې ترک توکمه پوځي ښکېل دی.

خو د ناروې دفاع وزیر وايي په دې پېښه کې ښکېل پوځي یو ټېکه دار یا قراردادي دی چې په دا ډول تمرینونو کې ګومارل کېږي.

“دا سړی له دندې لرې کړل شوی او د پېښې تړاو پلټنې روانې دي”.

له بلې خوا د ناټو سرمنشي جنز سټولټنبرګ په دې تړاو بښنه غوښتې او ترکیه یې د دې تړون مهمه برخه بللې ده.

له سوریې، ایران او عراق سره د پولې له امله ترکیه پوځي او ستراتیژیک اهمیت لري، خو له څو کلونو راهیسې یې د لوېدیځو هېوادونو سره اړیکي کړکېچن دي.

له بلې خوا انکره له مسکو سره د اړیکو ښه کولو هڅه کوي او سوریه کې هم دواړو له یو بل سره په هوايي بریدونو کې همکاري وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *