چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / پاکستان / د خېبرپښتونخوا سر ښار پېښور کې د پوليسو يو لوړ پوړي افسر په سرتیری بريد کې وژل شوی

د خېبرپښتونخوا سر ښار پېښور کې د پوليسو يو لوړ پوړي افسر په سرتیری بريد کې وژل شوی

د خېبرپښتونخوا سر ښار پېښور کې د پوليسو يو لوړ پوړي افسر په سرتیری بريد کې وژل شوی

د خېبرپښتونخوا سر ښار پېښور کې د پوليسو يو لوړ پوړي افسر په ځانمرګي بريد کې وژل شوی او شپږ نور پوليس ژوبل شوي دي.

د پېښور پوليس مشر طاهر خان پخلی کړی چې اډيشنل ايي جي هېډکوارټر اشرف نور په ځانمرګي بريد کې وژل شوی او هغه سره نور شپږ پوليس ژوبل شوي دي.

نوموړي د پېښې په موقع مطبوعاتو سره خبرو کې وويل پوليس افسر په ګاډي کې دفتر ته روان ؤ او د بريد ښکار شوی دی.

هغه وويل “اشرف نور باندې په حيات ابا سيمه کې د زرغوني جومات سره نزدې ځانمرګي بريد شوی او د ابتدايي مالوماتو ترمخه ځانمرګی په موټر سائيکل راغلی او د پوليس افسر د ګاډي نه يې ځان تمبولی دی”.

پېښه کې ژوبل پوليس د حيات اباد مېډېکل کمپلکس روغتون ته وړل شوي او د چاؤدنې له امله د پوليس افسر ګاډي په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.

د روغتون د سرچينو ترمخه په ژوبلو کې د يو پولیس سرتيري روغتيايي حالت د اندیښني وړ دی.

تر دی دمه د بريد مسولت کومي وسله والې ډلې ندی منلې.

پېښور کې په پوليس افسرځانمرګی بريد په داسې حال کې شوی چې پاکستاني حکومتي او پوځي چارواکي ادعا کوي په ملک کې يې د ترهګرۍ او ترهګرو ملا ماته کړې ده.

په عېن حال کې چې په ملک کې د ردالفساد په نوم عملیات د ترهګرۍ ضد عمليات دوام لري، د چهارشنبې په ورځ ډېره اسماعيل خان سيمه کې د پوځ يو مېجر وسله والو تندلارو سره په نښته کې وژل شوی ؤ.

نزدې لس ورځې وړاندې په کوټه کې يو پوليس افسر سره د ښځې، زوي او ورور په يو بريد کې وژل شوي وو، د هغې وړاندې د روانې مياشتې په نهمه نېټه کوټه کې يو ځانمرګي بريد کې د پوليس يو لوړ پوړی افسر سره د درېو سرتېرو وژل شوي ؤ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: