جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / د داعش برتانوي غړي “باید ووژل” شي

د داعش برتانوي غړي “باید ووژل” شي

د برتانیا د نړیوالې پراختیا وزیر وايي، د داعش دبرتانوي وسله والو له خطر سره د مقابلې “یواځنۍ لار” په هر حالت د هغوی وژل دي.

روري سټوارټ زیاتوي، څوک چې له اسلامي دولت ډلې سره یو ځای شوي “له کرکې ډک دکترین” باور لري او برتانیا ته یو ډول ژمنتیا هم نه لري.

د هغه په خبره، دا ډول کسان باید د مرګ په تمه وي، ځکه چې د برتانیا امنیت ته “سخت خطر” دي.

خو د برتانیا حکومت وايي، د ښاغلي سټوارټ دا څرګندونې د دغه هېواد رسمي دریځ نه دی.

د نوموړي دا خبرې له هغه وروسته وې چې د داعش ضد ایتلاف کې د امریکا لوړ پوړي چارواکي برټ مکګرک وویل، دنده یې په سوریه کې د داعش د ټولو بهرنیو وسلوالو له وژلو باوري کېدل دي.

 

د نوموړي په خبره، د داعش غړي په داسې دکترین باور لري چې له کرکې ډک دي.

“د ځان وژل، د نورو وژل او د داسې حکومت د جوړولو لپاره تاوتریخوالي او بې رحمي کول چې د اوومې یا اتمې پېړۍ د وخت دی “.

د ښاغلي سټوارټ په اند، په دې سبب باید دا واقعیت ومنل شي چې دا کسان سخت خطرناک دي:

“له بده مرغه د دوی پرضد یواځنۍ لار دا ده چې په هر حالت کې باید وژل شي”.

دا څرګندونې د برتانیا د ترهګریزو قوانینو د ارزونې د خپلواک مسوول له رپوټ سره په ټکر کې دي.

هغه رسنيو ته ویلي، هغه برتاتوي وګړي چې د سادتوب له امله له داعش سره یو ځای شوي، که هېواد ته ستنېږي باید له محکمې وبښل شي.

کس هیل کیو سي زیاته کړه، برتانوي چارواکي باید ټولنې سره د دې کسانو په بیا یو ځای کولو فکر وکړي.

ښاغلي سټوارټ له بي بي سي سره به پله مرکه کې وویل، له تېرو څرګندونو یې موخه هغه وسلوال و چې اوس هم په عراق او سوریه کې جنګېږي.

د حکومت یو ویاند وايي، د ښاغلي سټوارټ څرګندونې د دفاع وزیر مایکل فالن د ۱۲ اکتوبر له خبرو سره ورته دي.

ښاغلي فالن ویلي، په عراق او سوریه کې برتانوي وسلوال د خپلو هڅو له امله د برتانوي او امریکايي الوتکو لپاره “روا موخې” دي.

د نوموړي د اخبرې له هغه وروسته وې چې د داعش لپاره د وسلوالو جذبوونکې برتانوي سلي ان جونز د وژلو رپوټ خپور شو.

نوموړې تېر جون سوریه کې د امریکا هوايي برید کې وژل شوې ده.

د اېم ای پنځه مشر روانه میاشت وویل، له ۱۳۰ ډېر هغه برتانویان وژل شوي چې د داعش د ملاتړ لپاره سوریې او عراق ته تللي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: