سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د داعش پر ضد عمليات پولې ته نېږدې شوي

د داعش پر ضد عمليات پولې ته نېږدې شوي

د سرحدي ځواکونو قوماندان وايي د داعش پر ضد دغه عمليات د ديورنډ نامنل شوې کرښې ته نېږدې شوي، چې په ترڅ کې يې زيات شمېر داعش جنګياليو ته پر مرګ ژوبلې سربېره لسګونه کلي د هغوی له شتون نه پاک شوي.

د سرحدي پوليسو قوماندان دا هم ويلي چې د عملياتو په اوږدو کې يې  ۱۵ کيلو متره خاوره د داعش ډلې له وسله والو نيولې ده. د سرحدي پوليسو قوماندان محمد ايوب حسين خيل وويل، اوس دغه عمليات چې له تېرې څه مودې روان دي، ډيورنډ نامنل شوې کرښې ته نېږدې شوي دي: (( په دې عملياتو کې ډېرې ځمکې او کلي د داعش له شتونه پاک شول او د هغوی لسګونه مرکزونه له منځه وړل شوي)).

د سرحدي پوليسو چارواکي له هغو ځایي خلکو نه چې د داعش له وېرې يې خپل کلي خوشې کړي، غوښتنه کوي چې بېرته خپلو کليو ته راوګرځي: (داعش ته مو ماتې ورکړې، بېرته نه شي راګرځېدلی)).

د يادولو ده چې د داعش ډلې سره په نښتو کې د شډل وران بازار او له خلکو خالي شوي کورونه دا مهال د ورګرځېدونکو خلکو لخوا مخ په جوړېدو دي، خو ځايي خلک له چارواکو غواړي، چې هلته د داعش د بيا راګرځېدو مخه په دايمي پوستو ونيسي.

د ننګرهار والي وايي اچين ولسوالۍ ته يې د سروې لپاره پلاوی لېږلی او ډېر ژر به ځايي خلکو سره د بيا ابادۍ په برخو او دغه ډول د جګړې د ورانيو په رغونه کې همکاري وکړي: (( د جنګ ځپلو سره پر نقدي مرستو سربېره د کور سامان او نورې اړينې مرستې په نظر کې دي)).

اچين د ننګرهار هغه سیمه ده چې د داعش تر ټولو ستر مرکزونه پکې فعال وو او ځايي خلک ترې وتلي وو، دغلته په نورو زيانونو سربېره د پوهنې په برخه کې لوی زيان رسېدلی دی

يوه تبصره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *