یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / پاکستان / د داعش ډلې په اړه ډېرې پوښتنې ځوابونه نه لري

د داعش ډلې په اړه ډېرې پوښتنې ځوابونه نه لري

پر هغو بهرنیانو څه وشول چې د داعش ډلې لپاره جنګېدل؟ دا د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي، وروسته له هغه چې داعش ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د خلافت اعلان وکړ. اټکل دی چې ۴۰ زرو کسانو د نړۍ له بېلا بېلو برخو نه عراق او سوریې ته سفر وکړ او د داعش په ملاتړ یې وسلې پورته کړې.

ورځپاڼه لیکي اوس چې په عراق او سوریه کې ډېرې سیمې د داعش له کنتروله وتلې دي ګومان کېږي چې لا هم یو څو سوه غړي یې په جګړو کې ښکيل دي، خو پوښتنه دا ده چې نور غړي یې څه شول؟

ډان د امریکايي کارپوهانو له قوله لیکي، ګڼ شمېر یې ووژل شول او ګڼ شمیر نور یې لا هم ژوندي دي چې جدي ګواښ یې رامنځ ته کړې دی.

ورځپاڼه د نړیوال امنیت او دفاع د تګلارې د ادارې د مشر (سېت جونز) له خولې لیکي چې د داعش څومره غړي وژل شوي؟ څومره نور یې پاتې دي چې لا هم جنګېږي؟ څومره یې نورو ځایونو ته د جګړې په خاطر تللي دي؟ او څومره غړي یې له جګړې لاس په سر شوي دي؟ دا هغه پوښتنې دي چې روښانه ځواب یې نشته.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *