دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د درملو ۸۱۳ شرکتونو فعالیت ځنډول شوی

د درملو ۸۱۳ شرکتونو فعالیت ځنډول شوی

د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله د درملو د تنظیم او روغتیايي محصولاتو ملي ادارې افغانستان ته درمل راوړلو د ۸۱۳ شرکتونو فعالیت ځنډولی دی.

د یادې ادارې مشر نورشاه کامه‌وال رسنیو ته ویلي، چې د دوی د ارزونې پر بنسټ افغانستان ته نږدې ۱۲۰۰ شرکتونو درمل راوړل، چې له دې ډلې ۸۱۳ هغو یې اسناد نه لرل.

د هغه په وینا دې کار د درملو کیفیت خراب کړی و نو ځکه پرېکړه وشوه، چې دغه شرکتونه د وتړل شي.

دغه شرکتونه داسې مهال تړل کېږي، چې ولسمشر غني څو اونۍ وړاندې له روغتیا پالانو سره په یوه غونډه کې وویل، چې افغانستان ته د بې کیفیته درملو د واردولو مخه به نیسي.

د ولسي جرگې ځېنې غړي هم نیوکه کوي، چې د بډو په بدل کې لویه برخه شرکتونه افغانستان ته بې کیفیته درمل راوړي او خلکو ته درملنې پر ځای نورې ستونزې پېښوي.

د جرگې غړې فاطمه نظري وايي، حکومت په دې برخه کې بې غوري کوي او پر اساسي پلان یې کارنه دی کړی.

په افغانستان کې د مسلکي روغتیايي مرکزونو او درملو د نشتوالي له امله هر کال زرگونه کسان له افغانستان بهر او په ځانگړي ډول هند او پاکستان ته د درملنې لپاره ځي.

د ځېنو پخوانیو شمېرو له مخې له افغانستان وتونکی هر ناروغ په منځني ډول له ځان سره درې زره امریکايي ډالر وړي، چې د ټولو کچه یې سلگونه میلونه ډالرو ته رسېږي.

که د شرکتونو د فعالیت درېدو تر څنگ د درملو کیفیت ته هم پام ونه شي وېره دا ده چې افغانستان ته راتلونکی درمل به د زهرو رول ادا کړي.

خو د دغو شرکتونو له تړلو سره خلک دا غوښتنه هم کوي، چې حکومت باید د بیو په کنټرول کې هم جدي گامونه واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *