پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د دوه ديرش ميلیونه افغانيو په لګښت د ۶ پروژو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د دوه ديرش ميلیونه افغانيو په لګښت د ۶ پروژو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

ننګرهار ولايت کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د بهسودو ولسوالۍ اړوند څيړنيز فارم کې د ۳۲ ميليونه افغانيو په لګښت د شپږو پروژو چارې نن د تلې په ۲۲مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې .
په دې مراسمو کې د ننګرهار والي او کرنې او مالدارۍ رئیس سربيره د ولايتي شوراغړي اسرار الله مراد،د حج او اوقافو او ښار جوړونې رئيسانو، د بهسودو ولسوال او يو شمېر نورو مسئولينو ګډون درلود.
سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کرنې او مالدارۍ وزارت څخه مننه وکړه،چې د ۳۲ میلیونه افغانیو په مالي لګښت یې د خپلې پرامختیایي بودیجې څخه په دې ولایت کې د شپږو پروژې چارې پیل کړې .
نوموړي زیاته کړه د دغه پروژو په پلي کیدو سره به په سیمه کې د امنیت په ټينګښت ، کوکنارو مخنيوي او د کورنيو کرنیزو تولیداتو په زياتوالي کې د پام وړمثبت بدلونونه رامنځته شي .
هغه له ټولو بزګرانو غوښتنه وکړه ، چې په زراعتي ځمګو کې ساختماني ودانۍ او د هستوګني کورونه جوړ نکړي او د کرنيزو ځمکو څخه د بڼونو په جوړولو او د اصلاح شوو تخمونو په کښت کې ګټه واخلي، څو دغه ولايت د زراعتي محصولاتو په برخه کې بسیا او نورو ته اړنشي .
د ننګرهار کرنې او مالدارۍ رئيس رفيع الله رحيمزي وويل،په دې پروژو کې یو پوړیزه لس اطاقه ودانۍ،د ماشين الاتو تم ځای، د لابراتوار ودانۍ، د اوبو لپاره منظمې ويالې او يو شمېر نورې چارې شاملي دي .
نوموړي زياته کړه د کرنې او مالدارۍ رياست په څيړنيز فارم کې د هيواد په کچه زراعتي څيړنې ترسره کيږي ، چې په خبره يې د دې پروژو په پلي کيدو سره به په یاد څيړنیزفارم کې د زراعتي څيړنو لمن نوره هم پراخه شي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *