سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / قبايل / د دير يوه پېغله لومړی نجلۍ ده چې په سايکل د افریقې لوړ غر ته پورته شوه

د دير يوه پېغله لومړی نجلۍ ده چې په سايکل د افریقې لوړ غر ته پورته شوه

کوز دیر سره تعلق لروونکې پيغلې ثمر خان په سائکل د افریقې ټولو نه لوړ غر سر ته ختلې او دا کارنامه کوونکې د نړې ټولو نه اولنۍ نجلۍ ګرځیدلې ده، چې په بريا سره د دې لوړ غره سرته پورته کېږي.
تنزانیه کې د کېلې منجرو نومې دغه غر پنځه زره اته سوه پنځه نوې میټره لوړ دی او هر وخت پرې واؤرې پرتې وې. اووه ویشت کلنې ثمر خان ته دغه غر ته په سائکل ختلو کارنامه باندې د تنزانیه سیلګرې ادارې ځانګړی ایوارډ هم ورکړی دی. رسنيو سره خبرو کې ثمر خان ويلي چې مقصد يې په دغه لوړ مقام د خپل هيواد جنډه پورته کول او نړې ته دا ښودل وو چې قبايلي اولس او په خصوصې توګه زنانه هم د چا نه کمې نه دي.
د ثمر خان د دې مهمې سيالۍ ټول لګښت پاک پوځ پورته کړی دی په کومه چې هغې د پوځ مننه کړې ده. ثمر خان دې نه وړاندې کال دوه زره شپاړس کې اسلام آباد نه ګلګت پورې اته سوه کلومیټره پورې په سائکل سفر کولو او هغلته د نړۍ دریم لوړ د واورو غر بیافو ته ختلو ریکارډ هم جوړ کړی. بیافو قریباً څلور نیم زره میټره زمکې نه لوړ دې. بیافو ګلیشير ته په سائکل پورته کېدونکې اولنئ زنانه هم ثمر خان ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: