سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د رسنيو د ملاتړ اداره وايي دګواښونو له امله زياتو خبريالانو دندې پرېيښي

د رسنيو د ملاتړ اداره وايي دګواښونو له امله زياتو خبريالانو دندې پرېيښي

د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وایي په تیرو څلور کلونو کې د ګواښونو له امله د رسنیو دوه زره کارکوونکو خپلې دندې پریښي دي.

دغې ادارې د یکشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې، له یو شمیر افغان خبریالانو سره د تیرې ورځې د ناسم چلند په غبرګون وویل، له خبریالانو سره د غیر مسلکي چلند سربیره غیر انساني چلند کیږي چې له امله یې یو شمیر خبریالان د خپلو دندو پریښودلو ته اړ کیږي.

د شنبې په ورځ په لوړو زدکړو وزارت کې د یوې غونډې پر مهال چې د افغانستان لومړۍ میرمنې رولا غني هم پکې ګډون درلود د ارګ ځانګړو پولیسو (پي پي اس) یو شمیر خبریالانو ته سپکاوی وکړ او هغوی یې له غونډې څخه وایستل.

دغه راز تیره ورځ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سرپرستې وسیمې بادغیسي ساتونکو د یو خصوصي ټلویزیون خبریال وډبوه او دوه دوه ساعته یې په بند کې وساته.

د نی اجراییوي مشر مجیب خلوتګر دغو پیښو ته په غبرګون وویل “کوم کسانو چې پرون قانون ماتونه کړې ده ولسمشر مجبور او مکلف دی چې دې خلکو سره قانوني چلند وکړي زموږ وروستی اخطار یا وروستی وړاندیز ولسمشر ته دادی چې دې خلکو سره قانوني چلند وکړي که چیرته ددوې دا ډول چلند یو ځل بیا تکرار شي نو خبریالان به د نی دفتر په همکارۍ به د ولسمشر او نورو لوړ رتبه چارواکو د چارو د پوښښ په اړه تصمیم نیسي”.

ارګ او د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر اوسه د دغو پیښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

 

له دې مخکې د افغانستان د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز په یو رپوټ کې ویلي وو، چې په وروستیو کلونو په ځانګړي ډول تیرو دوو کلونو کې د جګړو او ناامنیو له امله په رسنیو کې د ښځو شمېر په کمیدو دی.

د ‘نی’ د شمیرو پر بنسټ دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۲۰۰۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي فعالیت کوي، چې له ۱۸۰۰ څخه نیولې تر ۲۰۰۰ پورې یې ښځې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *