جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / د روسیې په سن پیترزبورګ ښار کې چاودنې لس کسه ژوبل کړي

د روسیې په سن پیترزبورګ ښار کې چاودنې لس کسه ژوبل کړي

د روسیې په دویم ستر ښار سن پیترزبورګ کې چاونه شوې چې له امله یې لس کسان ټپیان شوي دي. د فرانسې خبري اژانس لیکلي، چاودنه د ‘په لاس جوړ بم ‘ له امله رامنځته شوې او د “پرکر ستوک” په نامه د ستر زنځيري پلورنځي په یوه څانګه کې شوې ده.
یاد سوپر سټور تر چاودنې وروسته سمدستي تش کړل شوی دی. د تاس خبري اژانس د لس کسانو د ټپي کېدو خبره کړې ده چې په ډله کې یې د یوه روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د پولیسو ویاندې سوتلانا پترنکوف په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د یوه “ناپېژاند” شي له امله چاودنه رامنځته شوې ده.اغلې پترنکوف زیاته کړې، دغه پېښه د یو چا د وژنې د هڅې په توګه څېړل کېږي.
تر اوسه روسي چارواکو دې پېښې ته له ترهګرۍ سره تړاو نه دی ور کړی.
د روسي چارواکو په خبره، د چاودنې له امله په سوپر سټور کې اور نه دی لګېدلی او د مرستندویانو په مرسته یې د پېښې له ځایه خلک خوندي ځای ته لېږدولي دي.تېره میاشت د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل امریکايي سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې د امریکا د څارګرې ادارې له هغو معلوماتو مننه وکړه چې له امله یې په سن پیترزبورګ ښار کې پر سترې کازان کلیسا د برید پلان شنډ شوی و.
په تېره اپرېل کې د روسیې د سن پیترزبورګ ښار په تللاره (میټرو) کې هم چاودنه وشوه چې له امله یې ۱۳ کسان مړه او ۵۰ نور ټپیان شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: