جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / قبايل / د روغتيا نړيوالې ادارې د پېښور څوارلس سيمو کې د ډينګي تصديق کړی

د روغتيا نړيوالې ادارې د پېښور څوارلس سيمو کې د ډينګي تصديق کړی

د روغتيا نړوالې ادارې (ډبليو ايچ او) پيښور کې د ډېنګي وائرس مخنوي په اړه مهم رپوټ ورکړی دی. د ورکړل شوي رپورټ په حواله د پيښور څوارلس سيمو اړوند شپږو زرو نه ډېرو کورونو کې د ډېنګي وائرس لارواه د شتون تصديق شوی دی.

د روغتيا نړېوالې ادارې رپوټ د هغو پنځه نوي زره کورونو سروې پر بنا دی چي پکې يادو کورونو کې د ډنګي لاروه تصديق شوې ده. دا سروې د ډينګي وائرس نه زياتو اغېزمنو سيمو، سپينه وړۍ، بره تهکال، پشتخره، نوې نوتيه، سربند او بهادر کې شوې ده.

رپورټ زياتوي چې د ټولو نه زياته لاروه  کوز او بر تهکال کې ښکاره شوې ده. څرګنده دې وي چې تر دې دمه ټوله خيبر پښتونخواه کې ډينګي وائرس له امله شپږ شپيته کسان مړه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: