چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / د زمبابوی ولسمشر موګابي د استعفی ورکولو نه انکار کړی
Zimbabwean President Robert Mugabe delivers his speech during a live broadcast at State House in Harare, Sunday, Nov, 19, 2017. Mugabe did not resign as widely expected following an announcment by members of the Zanu pf Central committee to fire him as chief. (AP Photo/ STR)

د زمبابوی ولسمشر موګابي د استعفی ورکولو نه انکار کړی

راپورونه وايي د يکشنبې په ورځ په ملينونو خلکو تمه لرله چې هغه به د موګابی د ۳۷ کالو د واک ختمېدل ونمانځي، خو راټول شوي خلک هغه وخت زړه ماتي شو چې کله نوموړي موګابي وويل راتلونکې مياشت کې به هغه د خپل ګوند د غونډې مشري کوي.

نوموړي نه خو د استعفی ورکولو خبره کړې ده او نه يې په ملک کې پوځي لاسوهنه د روان سياسي بحران خبره جدي يا سنجيده اخستې ده.

هغه ويلي دغه عمليات نه خو قانون ته ګواښ دی او نه د هغه د رياست د مشر په حېث د هغه واک چېلنج کوي.

د هغه واکمنه ګوندZANU-PFهغه ته د دوشنبې د ورځې ماسپښين پورې وخت ورکړی چې واک پرېږدي يا مواخذې ته تيار شي.

واکمنه ګوند د يکشنبې په ورځ صدر د ګوند د مشرۍ نه هم لرې کړی او د هغه په ځای يې د ګوند مرستيال مشر اېمرمننګاګوا مشر جوړ کړی څوک چې روانه میاشت موګابی د دغه چوکۍ نه لرې کړی ؤ.

موګابی د تېرې اوونۍ راهسې په کور کې نظربند دی او دهغه د واک پرېښودو دپاره خبرې روانې دي.

زمبابوی د ۱۹۹۰م د لسيزې راهسې د سختو اقتصادي او سياسي چېلنجونو سره مخ ده.

زمبابوی کې تازه حالات وروستو له هغې رامنځته شو چې کله نوموړي د ملک ياد پخواني امنيتي مشر مننګاګوا د خپلې چوکۍ څخه لرې کړو او د هغه ځای ناستې يې خپله ښځه ګرېس جوړه کړه څوک چې ډېره پېژندلې يا مشهوره نه ده.

۹۳ کلن موګابی دا وخت د نړۍ د کوم هېواد تر ټولو زيات عمره واکمن دی.

نوموړی په ۱۹۸۰م کې چې زمبابوی ازادي ترلاسه کړه اول وزيراعظم او بيا صدر جوړ شوی ؤ چې تراوسه لا په دغه چوکۍ ناست دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: