سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د ساختماني شرکت مشر د خپل حيثيت اعاده غواړي

د ساختماني شرکت مشر د خپل حيثيت اعاده غواړي

په ننګرهار کې د بهسسودو پول قراردادي شرکت مشر له حکومته د حیثیت اعاده غواړي.

د الینګار الکوزي ودانیز شرکت مشر نورمحمد الکوزی وایي، چې د ننګرهار والي په امر په ناقانونه ډول په عام محضر کې پرې لاسونه تړلي او تر ۲۴ ساعتونو ډېر وخت یې په نظارت خونه کې ساتلی.

بل لوري بیا د ننګرهار والي ګلاب منګل خبرداری ورکوي که په راتلونکي کې هم د بهسودو پول په څېر د قراردادي شرکتونو کاري کېفیت ناسم وي؛ نو پر وړاندې به یې جدي اقدام کوي.

تېره اونۍ د ننګرهار والي ګلاب منګل په امر د الینګار الکوزي شرکت مشر له دې کبله چې د بهسودو پول په جوړیدو کې یې کېفیت ته پاملرنه نه ده کړې نیول شوی و.

د یاد شرکت د مشر نور محمد الکوزی  په وینا، تر ۲۴ ساعتونو ډېر د والي په امر په څارخونه کې و چې دا چاره د قانون سره په ټکر کې وه، ځکه له حکومت نه د حیثیت اعاده غواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *