د سرپل ولایت په علف سفېد دره کې د وسله والو طالبانو پر یوه پناه ځای د افغانستان د هوايي ځواک په بمبارۍ کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د سرپل امنیه قوماندان خلیل الله دستیار پرون ناوخته وویل چې په علف سفېد دره کې دا حمله پرون شنبه مازدیګر شوې ده.
د هغه په وینا، د سرپل دا سیمه له دوو کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو په لاس کې ده.
خلیل الله دستیار زیاتوي:
“دښمن په کمین کې دی او هره ګړۍ د حملې لپاره تیاری نیسي، خو دا ځان ته خبره ده چې موقع نه ورته برابرېږي.”
د سرپل امنیه قوماندان زیاته کړه چې پر وسله والو طالبانو بمباري په داسې وخت کې شوې چې هغوی د وسله والو حملو لپاره تمرینونه کول.
وسله والو طالبانو حمله تاییدکړې، خو د تلفاتو خبر یې رد کړی دی.